تاند- وسله والو طالبانو د غزني ولایت د اندړ ولسوالي د مرکز له نیولو وروسته د دې ولسوالۍ دولتي ادارې سوځولی یا ویجاړې کړي دي.
د اندړ اوسېدونکي او د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبانو اندړ ولسوالي، چې له کلونو راهیسې یې د هغې د نیولو لپاره هلې ځلې کولې، بالاخره د یکشنبې په ورځ ونیوله.
دوی وايي چې طالبانو اندړ ولسوالي ته له ننوتلو وروسته لومړی د ولسوال دفتر او بیا امنیه قومانداني او نورو دولتي ادارو ته اور ورته کړ.
د غزني ولایتي چارواکي ادعا کوي چې د اندړ ولسوالي مرکز یې د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره د دې ولسوالۍ د چاردېوار سیمې ته لېږدولی دی.
د چهاردېوار سیمه د غزني ولایت له مرکزه ۵ کیلومتره لېرې ده.
د سیمې اوسېدونکي دا خبره تاییدوي چې د طالبانو لاس ته د اندړ ولسوالۍ د مرکز د لوېدو په مهال کومه نښته نه ده شوې.
د غزني امنیه قوماندان وايي چې د اندړ ولسوالي په اړوندو سیمو کې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
د اندړ ولسوالي اوسېدونکي لومړني کسان دي چې د ۲۰۱۲ په دوبي کې یې د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او دا ډله یې، چې له ښوونځیو سره یې دښمني کوله، له خپلې ولسوالۍ وشړله. د اندړ ولسوالۍ د خلکو له پاڅونه وروسته د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلکو د طالبانو پر ضد د پاڅون جرات وکړ خو د وخت حکومت د اندړ د پاڅونوالو کلک ملاتړ ونه کړ او طالبانو پر دې ولسوالۍ د دې لپاره فشار ته دوام ورکړ چې نورې سیمې ورڅخه الهام وانخلي.
په تېرو ۷ کلونو کې د اندړ پاڅونوالو د طالبانو په وړاندې د خپلې ولسوالۍ د ساتنې لپاره سلګونه ځوانان قربان کړل.
د یکشنبې په ورځ طالبان بریالي شول چې په اندړ ولسوالي کې د ځان خلاف مقاومت یومخ پای ته ورسوي.