تاند- وسله والو طالبانو د هلمند ولایت موسي کلا ولسوالي ته د خپل مشر سفر تایید کړ، ویې ویل چې د دوی مشر په بېلابېلو ولایتونو کې پر خپلو ټولو «مجاهدینو» باندې ګرځي.
طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله ۱۱ ورځې وړاندې د بلوچستان د ګردي ځنګل له لارې د هلمند بهرامچې او له هغه ځایه موسي کلا ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یې دوې ورځې تېرې کړې.
قوماندان عبدالرازق همداراز ویلي چې له ملا هبة الله سره په دې سفر کې د کوټې شورا یو شمېر مهم غړي لکه د استخباراتو مشر ملا شیرین، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول نعیم بړېڅی ملګري ول.
د کندهار امنیه قوماندان ویلي چې د طالبانو مشر په موسي کلا کې د ۱۵ ولایتونو له پوځي مسوولانو سره په کتنه کې هغوی ته امر وکړ چې د هوايي بریدونو د ډېرېدو په وړاندې جنګي تاکتیکونه بدل کړي او د داعش له وسله والې سختدریځې ډلې سره نور ونه جنګېږي ځکه چې د دواړو ډلو هدفونه یوشان دي.
رازق همداراز ویلي چې د طالبانو مشر په موسي کلا کې د دوو ورځو له تېرولو وروسته بېرته د پاکستان بلوچستان ته ستون شوی دی.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي هلمند ته د طالبانو د مشر سفر تاییدوي خو دا خبره ردوي چې د دوی مشر د داعش پر ضد د نه جنګېدو سپارښتنه کړې ده.
«امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب په ټولو مجاهدینو باندې ګرځي او په مختلفو ولایتونو کې د مجاهدینو د کارونو څارنه کوي. دا کومه نوې خبره نه ده بلکې د اسلامي امارت د زعیم د کارونو عادي بهیر ده (ی). خو له داعش سره د جګړې نه کولو خبره حقیقت نلري، هره ډله چې فتنه پاروي، مسلمانان ځوروي، د مسلمانانو وحدت ته زیان اړوي اسلامي مارت به یې مخه نیسي. د اخندزاده صاحب لیده کاته د مجاهدینو د فعالیتونو د څار په موخه دي. »
ملا هبة الله د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر شو. نوموړي تر مشرۍ مخکې د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې تدریس او ملاامامي کوله.
نه پوهیږم چې په خپلې که د ښځې په جامه راغلې
د ورځې که په توره شپه راغلې
په دروازه که په دریچه راغلې
خو قسم چې د انګریز په نسخه راغلې
د پنجاب په امریه راغلې
د ای اس ای په عراده راغلې
د سی ای ای په موافقه راغلې
او مامور په نوې فتنه راغلې