تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یو مرکز د طالبانو موټر بم برید لږ تر لږه ۵ سرتېري وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تایید کړه او وايي، د ګرشک د یخچال په سیمه کې د تېرې شپې مازدا موټر بم چاودنه کې د ملي امنیت او ملي اردو ۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
خو په سيمه کي يوې سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د يخچال په سيمه کې د افغان ځواکونو يوه لويه قرارګاه د بريد پرمهال ويجاړه شوې ده او مړي او ژوبل کسان لاهم تر خاورو لاندې دي.
سرچيني زياته کړه تر دې دمه اتلس مړي او تر لس ډير ټپيان د خارو را ايستلی شوي دي، خو د والي وياند عمرځواک په دې شمير مرګ ژوبله نه مني.
طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستي ده او ویاند یې قاري يوسف احمدي رسنيو ته په استولي ليکلي پيغام کي ويلي دي چې د ګرشک په يخچال کي ځانمرګی بريد يې د ملکي تلفاتو او هغو سرغړونو په ځواب ترسره کړی دی چې حکومت په دې وروستيو کې کړې دي.
قاري يوسف احمدي په دغه برید کې د افغان ځواکونو تلفات تر هغه ډير ښودلي دي چې د حکومت چارواکي يې يادوي.