تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: فرانس پریس او اسوشییټډ نړیوالو اژانسونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې طالبانو د امریکايي پوهنتون دوه استادان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې مقابل لوري ته سپارلي دي.

 راپورونه وايي، کیون کینګ او تیموتي ویکس چې په ۲۰۱۶ کال طالبانو له کابل څخه تښتولي و، نن د زابل په نوبهار کې له پاکستان سره پولې ته نږدې خوشې شوي او د څرخکو په مرسته له سیمې لېږدول شوي دي.

بلخوا تاند ته یو شمېر سرچینو ویلي چې طالبان به نن لس افغان سرتېري هم راخوشې کړي چې څه موده وړاندې یې له هلمنده تښتولي وو.

 دا په داسې حال کې ده چې نن د ارګ یو شمېر سرچینو هم تاند ته تایید کړه چې د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، قاري رشید او مالي خان تېره ورځ قطر ته رسول شوي او نظر بند ساتل شوي دي.

 طالب سرچینو هم د افغانستان په جنوب کې د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کېدو خبر تایید کړی، خو امریکا او افغان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، مګر امریکايي پوهنتون بیا په کابل کې تایید کړې ده چې دوه استادان یې راخوشې شوي دي.

 طالبانو د انس حقاني او ملګرو سره د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کول د مذاکراتو  د بیا پیلولو لپاره شرط ایښی و.

One thought on “طالبانو هم د امریکايي پوهنتون استادان امریکا ته وسپارل”
  1. هر خوا د مشرانو ځامن او وروڼه نه وژل کېژي او که اسیران سي دواړه خوا یې دغسې پرېژدي نه د عباس ستانکزي ځوی جنګېژي نه د ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني. د جنګ لپاره د خوارې کونډې ځوی سته چې مېړه یې یا د مجاهد په نوم او یا د کمونست په نوم ووژل سو اوس یې یتیم بچیان دغسې سره وژني د رباني ځوی په لندن کې میوزېژشن او لور یې دبۍ کې کشمش خلاص کړی د حکمتیار هغه دغسې در نیسه ان پر لمسیو یې ډاکټري وویلې او د کونډې ځوی اخته ده های په عقل د لعنت سه ته وګوره څومره طالبان او عسکر به دواړې خوا بندیان وي خو د یوه پوشتنه څوک نه کوي اما د دوو امریکانیانو او د شازاده انس پوشتنه کېژي اوس به ځیني د خره فکر والا وایي چې دا خو به جبهات تنظیم کړي او یا کوم خره ځوی به پیدا سي چې د پلاني مشر ځوی ځانمرګی کړی های لکه ځې همداسې خره پاتې شوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *