تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵: برېښنا شرکت وایي، له پرون راهیسې چې طالبانو په بغلان او کندوز کې د تاجکستان او ازبکستان د وارداتي بریښنا پایې په بمونو الوزولي نو ۱۲ ولایتونو کې برېښنا نشته.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تاند ته وویل، طالبانو په بغلان کې ۳ ځایه او په کندوز کې یو ځای د وارداتي برېښنا پایې په بمونو الوزولې دي چې له کبله یې پر کابل، بغلان، کندوز، پنجشیر، کاپیسا، لوگر، لغمان، پروان، غزنی، ننگرهار، خوست او پکتیا کې برېښنا پرې شوې ده: یوازې په کابل کې ۵۴۶ کورونه برېښنا نلري.))
د توحیدي په خبره طالبانو لومړی ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا پایه والوزوله او یوه ورځ وروسته یې حسن تال کې دوه پایې والوزولې: ((زموږ تخنیکي ډلګۍ چمتو دي چې برېښنا بیرته وتړي خو تر اوسه د امنیتي ګواښونو له کبله هلته نشي تللای، د طالبانو دا کار نه یوازې خلکو بلکې موږ ته هم میلیونونه افغانۍ تاوان رسوي، طالبان باید د عام المنفعه پروژو له تخریب لاس واخلي. ))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د میدان وردګو په سید اباد، سالارو او سپین کلنیک سیمو کې هم غزني ته د تللې برېښنا لاینونه پرې کړي دي.
د طالبانو دا لومړی ځل ندی چې پر دغه ډله د عملیاتو زیاتیدو سره په ولس دښمنۍ لاس پورې کوي او د تاجکستان د وارداتي برېښنا لاینونه پریکوي، بلکې ګڼو ولایتونو کې له خلکو د باج اخیستنې لپاره هم دا چمونه د طالبانو عادت ګرځېدلي دي.
اخوان الشیاطین په مجموع کې دروښانی اوعلم دښمنان دی ، دوی له ۴۰ کلونو راپدې خوا ښوونځی سیزی ـ دبریښنا پایې ړنګوي (په ۱۳۶۳) کال دحسن خان کړوخیل لښکروداکارکاوه دسروبی ُ نغلو او ماهیپربندونو پایو ته به یې ډاینامینټ خش کړل چې اوس یې میراث طالبانو ته پاتی دی