تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، طالبانو په شمال کې د مخابراتي شبکو د ۱۵ پایو په الوځولو سره څلورو ولایتونو کې ټلیفوني خدمات پرې کړي دي.
د اترا ادارې مرستیال مشر نقیب الله سیلاب وايي، طالبانو دا ۱۵ مخابراتي پایې په کندوز، تخار، بدخشان او سمنګانو کې تخریب کړي دي.
د ښاغلي سیلاب په وینا په ۱۵ تخریب شویو مخابراتي پایو کې ۵ یې ډېرې مهمې دي چې ډيره پراخه سیمه یې تر پوښښ لاندې راوستې وه او اوس په شمالي څلورو ولایتونو کې ټولې ټلیفوني اړیکې پرې شوې دي: (( ځینو پایو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ارزښت درلود، زموږ تخنیکي ټیمونه سیمو ته تللي او هیله لرو چې ژر ستونزه حل شي.))
د اترا مرستیال همدا راز پر طالبانو غږ کړی دی چې د مخابراتي خدمتونو د فعالیت مخه دې نه نیسي، خو د یوې مخابراتې شبکې یو ولایتي مسوول بیا د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، طالبانو له ټاکنو وروسته په شمال کې ۳۰ مخابراتي پایې له منځه وړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و چې د ټاکنو په ورځ دې خپل خدمات پرې کړي، خو دولت هم مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و که یې د ټاکنو په ورځ مخابراتي خدمات پرې کړل جوازونه به یې ورلغوه کړي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې افغان ټلیکام ادارې تاند ته ویلي وو چې طالبانو په وروستیو کلونو کې ۱۱۵ مخابراتي پایې له منځه وړې دي.