تاند- یوه پاکستاني رسنۍ وايي، افغان طالبانو ورته رسماً ویلي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي خو حاضر دي چې له امریکا سره خبرو ته کښېني.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دوو طالب مشرانو د دوشنبې په ورځ ورته ویلي چې دوی له افغانستان سره خبرې نه کوي.

ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې پرون یوه طالب مشر د وټس اپ له لارې ورته وویل«زه دا تاییدولی شم چې موږ رسماً پاکستان ته ویلي چې د کابل له ادارې سره خبرې نه کوو ځکه چې موږ هغه (د کابل اداره) د جګړې لوری نه ګڼو. موږ د کابل له حکومت سره په قدرت کې د شراکت هڅه نه کوو؛ بلکې غواړو چې لومړی بهرني نیواکګر له خپلې خاورې وباسو. پر همدې اساسي موضوع غواړو چې له امریکا سره خبرې وکړو.»

ورځپاڼه د یوه بل طالب له قوله وايي چې دوی په لومړي پړاو کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو د مسلې حل کول غواړي او په بل پړاو کې به په دې خبرې کوي چې څنګه او څه ډول حکومت وي.

د طالبانو مشر ملا هیبة الله اخوندزاده هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې دې ته ورته دریځ څرګند کړی و.

خو امریکا، چې پخوا یې ټینګار کاوه چې طالبان دې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، اوس حاضره شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې برخه ولري، یعني د درو اړخیزو خبرو غوښتنه کوي.

د افغانستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د بهرنیو پوځیانو د حضور، رول او راتلونکې په ګډون د طالبانو پر ټولو غوښتنو خبرو ته تیار دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اوربند د غځولو په اړه د افغانستان د ولسمشر د اعلان د هرکلي ترڅنګ روانه اوونۍ وویل چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړي.

2 thoughts on “طالبانو پاکستان ته ویلي چې یوازې له امریکا سره خبرې کوي”
  1. پاکستان ته یی ویلی که پاکستان ورته ویلی؟ دا د پاکستان خبری دی!ا

  2. بیا هماغه خرک او هماغه درک شو.
    د پاکستاني ډیلي میل ورځپاڼه د ټالب د مشر له خولې نه بلکې د ملا آی اس آی له خولې لیکې چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره خبرې مه کوئ ، یواځې له امریکا سره خبرو ته کښينئ.
    ځکه چې که افغانان سره کښیني حتما د حل یوه لار پیدا کوي خو پنجاب دوی ته اجازه نه ورکوي چې مخامخ افغانان خبرې او مذاکرې وکړي. دوي غواړي له امریکا نه مالي او سیاسي امتیاز تر لاسه کړي.
    پوښتنه داده چې له امریکا سره د ټالب د مذاکراتو ګټه به په څه کې وي. په کوم سیاسي درایت به دوي ځان ته یو څه بود کړي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *