تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱ مه؛ طالبانو د بګرام پر هوایي اډه د ننني توغندیز برید سره خپل تړاو رد کړی خو داعش ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د پروان امنیه قومندان هارون مبارز وایي، نن سهار پنځه بجې په افغانستان کې د امریکا په تر ټولو لویې پوځي اډې ۵ راکټي بریدونه وشول چې ناټو وايي په دې برید کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر یوه بیان کې ویلي شوي چې نن سهار وختي په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو په تر ټولو لویې اډې چې تر ډېره په کې امریکايي سرتیري مېشت دي پنځه توغندي ویشتل شوي دي.

دې بیان کې ویل شوي چې برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی او د برید په اړه افغان امنیتي بنسټونه څېړنه کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د دې برید مسؤولیت داعش ډلې منلې او پر خواله رسنیو یوه بیان کې یې ادعا کړې چې په دې برید کې یې د ناستې پرمهال یوه چورلکه په نښه کړې ده.

افغان طالبانو په دې برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده خو په تېر کې طالبانو پر بګرام هوايي اډه د ګڼ شمېر راکټي او څو ځانمرګو بریدونو مسؤولیت منلی .

طالبان وایي، اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې یې جنګیالي پر امریکايي موخو بریدونه نه کوي.

دا تړون د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ لاسلیک شو او له مخې یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان به خپل یو شمېر سرتیري وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *