تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د میدان وردک ولایت پر سیداباد ولسوالي برید وکړ چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.
طالبان او د میدان وردک د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې برید کې د سیداباد امنیه قوماندان وژل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې په سیداباد کې د جګړې له کبله د کابل – کندهار لویه لار بنده شوې ده.
طالبانو تر دې وړاندې په تېرو دوو ورځو کې په غزني ولایت کې ۴ پلونه ویجاړ کړل څو د کابل – کندهار پر لاره د سپرلیو د تګ راتګ مخه ونیسي.
د میدان وردک د والي ویندوی وايي چې لا هم (نن /شنبه) لاره بنده ده او جګړه روانه ده.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې په جګړه کې لږترلږه ۱۰ پولیس شهیدان شوي دي.
د افغانستان برښناشرکت وايي چې د برښنا مزي پرې شوي او پر سید اباد، غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو ته برښنا پرچاو شوې ده.
برښناشرکت وايي، د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې به بېرته مزي ترمیم کړي.
طالبان وايي چې د سیداباد ولسوالي مرکز یې نیولی دی.
طالبان دغه راز وايي چې د سیداباد ولسوالۍ دولتي ودانیو ته یې اور ورته کړی دی.
خو د میدان وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل وايي چې د سیداباد امنیه قوماندان او ۶ پولیس شهیدان شوي او څلور نور پولیس ژوبل شوي دي. منګل دا هم وايي چې لاره بېرته پرانیستل شوې ده.