تاند- وسله والو طالبانو نن (سې شنبه) د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات شرموونکي وبلل، ویې ویل چې د دې ډلې جګړه مار به هر څه چې په توان کې لري په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د مخنیوي لپاره وکاروي.
طالبانو له خلکو غوښتي چې په انتخاباتي غونډو کې ګډون ونه کړي کنې بریدونه به پرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د میزان په ۶/اګست ۲۶ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم د ګواښ او تروریستي بریدونو په وسیله هڅه کړې چې خلک په انتخاباتو کې له ګډونه وګرځوي خو تر ډېره بریالي شوي نه دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي « د ټاکنو پروسه یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د عامه ذهنیت تیرایستل دي، ځکه هر څوک په دې پوهیږي چې د اشغال تر سیوري لاندې ټاکنو کې د ولسي ارادې پر ځای د اکمالوونکو بهرنیانو اراده او انتخاب ټاکونکی رول لري.»
دې ډلې همداراز په خلکو ږغ کړی« را روان تش په نامه انتخابات هم د تیرو په شان یوه تیرایستونکي پروسه ده، اسلامي امارت به یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي، موږ پرټولو هیوادوالو غږ کوو چې په دې پروسه کې له اشتراک څخه ډډه وکړي، د کاندیدانو په غونډو او تبلیغاتي کمپاینونو کې دې ګډون نه کوي، ځکه د دوی له ګډون څخه یوازې اشغالګر او ګوډاګیان د خپل اعتبار د زیاتولو لپاره استفاده کوي، موږ باور لرو چې اولس به د پخوا په شان په خپل سرتاسري پریکون سره د اشغالګرو دا پروسه هم شنډه او خنثی کړي.»
طالبانو نه دي ویلي چې نو عام ولس ته ولې د مرګ ګواښ کوي او که فکر کوي چې خلک د دوی ملاتړ کوي ولې د ګواښ په ځای ورڅخه غوښتنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو کاندیدان خلک په زور او جبر رای ورکولو یا په انتخاباتي غونډو کې ګډون ته نه راولي.
د پنجاب مزدورانو له ټاکنو ولې وېرېږئ . دا د ولس حق دی چې چاته رایه ورکوي اوڅوک خپل زعیم ټاکي.
غلام ابن غلام یا د مزدور مزدورانو لږ له افغان شیعه ګانو نه زده کړئ چې دوی خپل مشر مرحوم آیت الله محمد آصف محسني په څومره درناوي سره خاورو ته وسپاره . تاسو د وژلوپرځای خدمت ته ملا وتړئ او د پنجاب مزدوري پرېږدئ.