تاند- وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه د کندوز ښار پر شاوخوا حملې پیل کړي چې لا هم روانې دي.
د کندوز د ولایتي شورا ريیس محمد یوسف ایوبي نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، طالبانو د تېرې شپې له شاوخوا ۱۲ بجو راهیسې پر کندوز ښار له څو خواوو حملې پیل کړي او تراوسه پورې لږترلږه ۶ تنه پکې وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل دي.
ځو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې یوازې د چهاردرې له جبهې څخه د ۱۰ تنو مړي د کندوز روعتون ته وړل شوي دي.
ایوبي همداراز وویل چې سلګونه تنه د ښار له څنډو تښتېدلي او د درنو وسلو او چاودنو ږغونه په ښار کې اورېدل کېږي.
کندوز په تېرو څو کلونو کې دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلی چې له کبله یې د دې ښار لسګونه زره اوسېدونکي بې ځایه شوي، سلګونه دوکانونه او کورونه یې ویجاړ شوي او تاسیساتو ته یې سخت تاوانونه اوښتي دي.
د امرالله صالح یوه خبره مې خوښه شوی وه چې ویل یې یوازنی ښه طالب هغه دی چې وژل شوی دی. او دا واقعیت دی که نه تاسو په کی یو وښیي چې هغوی د افغانستان د خیر په هکله فکر او نظر ولري.
ځینی مېرمنی د خپلو کمزورو ( حیاء دی وی)مړونو څخه د ګیلې پتوګه خپلو ښځینه انډیوالانو ته وائي
د سیدو پلار دی د ښادۍ سی څه ئې په وس کی نسته مازی مردارخورګی کوی
طالبان شاید کندوز اشغال کی خو ساتلای ئې نه سی
څومره جرئت غواړی د بېوزلو انسانانو د اوښکو او وینو او خوَلو مشاهده
البته دا جرئت ندی بلکه دا یو احمقانه تَهَور دی