تاند- وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ سهار وحتي په هلمند ولایت کې پر امنیتي بوستو پراخې حملې وکړې او په لړ کې یې له زغرګاډو کار واخیست.
د هلمند ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د ګریشک ولسوالي پر امنیتي پوستو، چې د دې لویې ولسوالۍ کمربند یې جوړ کړی، حمله وکړه.
د هلمند چارواکي وايي، طالبانو په دې یرغل کې له دوو زغرګاډو هم کار واخیست.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالسلام وايي، په دې جګړه کې د ملي اردو لږترلږه ۲ سرتېري او ۳ پولیس ژوبل شوي دي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک هم د ۶ امنیتي ځواکونو ټپي کېدا تایید کړه.
ده په عین حال کې وویل چې ۱۸ سختدریځي وژل شوي دي.
خو وسله وال طالبان وايي چې ۳۰ پولیس یې وژلي او څو پوستې یې نیولي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویندوی وايي، طالبانو په زغرګاډو کې چاودېدونکي مواد ایښي ول او درېم زغرګاډی یې پرې نښودل شو چې پوستو ته نژدې شي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند همداراز وايي چې سیمې ته کومکي مځکنی او هوايی ځواک واستول شو.
طالبانو دا برید وروسته له دې وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو دې ډلې ته په ناوې ولسوالي کې سخته مرګ ژوبله واړوله او ناوه یې له شاوخوا ۹ میاشتو وروسته بېرته ونیوله.