تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د غزني ولایت په یوې بلې هزاره مېشتې ولسوالي برید کړی دی.
د غزني د مالستان اوسېدونکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې وسله وال طالبان د مالستان ولسوالۍ مرکز ته داخل شول او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.
د دوی په وینا طالبان د ولسوالۍ مرکز ته تر نژدې سیمو پورې په موټرو کې راغلل او وروسته پلې مخکې لاړل.
دا لومړی ځل دی چې طالبان پر مالستان ولسوالي حمله کوي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ طالبانو د لومړي ځل لپاره پر یوه بله هزاره مېشته ولسوالي (جاغوري) برید وکړ.
د طالبانو او هزاره وو ترمنځ له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې غالباً د ایران په مرسته یوډول پټ اوربند کړی و. دې ډلې په هزاره مېشتو سیمو کې نه له خلکو سره کار درلود او نه له دولتي مامورینو او د بیارغونې له چارو سره.
د مالستان اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې طالبان تېره شپه د سیابغل او ځولۍ له سیمو ورتېر شول او د ولسوالۍ مرکز (مرادینه) ته یې ځانونه ورسول، د مرادینې په څو کیلومترۍ کې یې خپل موټرونه ګول کړل، له هغه ځایه پلي مرادینې ته ننوتل او په لومړیو شېبو کې یې ډزې ونه کړې خو څو ساعته وروسته یې جګړه پیل کړه.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ښځې او ماشومان یې د مالستان له مرکز مرادینې څخه ایستلي او نارینه د خپلو کورونو د مال د ساتنې لپاره لا هم پاتې دي.
راپورونه وايي چې کومکي امنیتي ځواکونه مالستان ته رسېدلي او طالبان یې نه دي پرې ایښي چې دولتي ادارې ونیسي.
پر مالستان د طالبانو حمله په دوو وجو مهمه ده؛ لومړی په دې خاطر چې د طالبانو او هزاره وو ترمنځ غیررسمي اوربند ماتېږي او دوهم له دې کبله چې پر هزاره مېشتو سیمو حملې په حکومت، بشري حقونو او مدني ټولنو کې د هزاره چارواکو او استازو شدید غبرګون پاروي.