خبریال: میرویس جلالزی – اروزګان هغه ولایت چې د نړیوال ایتلاف په مشرۍ د اسټرالیا ځواکونه پکې دیره ول د دغو قواوو له وتلو وروسته له جدي ننګونو سره مخامخ دی او پوځي کارپوهان وړاندوینه کوي چې دغه ولایت به د مرکزي حکومت له لاسه ووځي.
اسټرالیايي ځواکونه اتلس میاشتي دمخه په اروزګان کې له خپلې مرکزي اډې ووتل او افغان منابع وايي چې د طالبانو شدید بغاوت اوس دغه ولایت له سقوط سره مخامخ کړی او په اوس یي د نیمايي برخو ولکه د طالبانو په لاس کې ده .
په کابل کې د اسټرالیا سفیر محمد نصیر اندیشه وايي، دی دا مني چې د طالبانو په حملو کې شدت راغلی، د هغوی تر کنټرول لاندې ساحه پراخه شوې او دا هغه څه دي چې په تیرو څلورو پینځو کلونو کې نه وو لیدل شوي.
نوموړي له دې انکار وکړ چې ګواکي طالبان په بشپړه توګه کومه ولسوالۍ په ولکه کې لري لیکن دا یي وویل چې طالبان غواړي دا وښيی چې کولای شي ځيني ولسوالۍ ونیسي.
د سفیر په وینا اوس په اروزګان کې یوه نوې او ډیره تندلاره ډله چې د طالبانو له زړو مشرانو او د داعش ډلي له غړو جوړه ده د ظهور په حال کې ده.
اوس لیدل کیږي چې په اروزګان کې د اسټرالیا د دفاع وزارت د پرسونل اته کلن حضور او د ۳۱ اسټرالیايي سرتیرو مړینه او د څه باندي ۷ اعشاریه ۵ ملیارده ډالرو لګښت هغسي چې تمه کیده اغیزمنتوب نه درلود.
اوس مهال د اسټرالیا نږدي څلور سوه روزونکي سرتیري په افغانستان کې دي چې ډیری یي په پلازمینه کابل کې دیره دي.
په اروزګان کې یوې سرچینې د فایرفاکس اسټرالیايي آژانس ته ویلي چې اوس طالبان د دغه ولایت د شپږو څخه د دریو ولسوالیو کنټرول په لاس کې لري چې دهراوت، خاص اروزګان اوه یوه بله ولسوالي ده .
دې سرچیني ویلي چې امنیتي حالت په اروزګان کې ډیر خراب دی او عالي رتبه چارواکي د زورپالو له لوري ترور کیږي.
اروزګان د نږدې دوو میاشتو لپاره وروسته تر هغه چې مطیع الله خان په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو امنیه قوماندان نه درلود.
د نظامي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د مطیع الله خان وژنې د اروزګان پر حالاتو ډیر اغیز درلود ځکه طالبان له هغه څخه سخت بیریدل او کله چې نوموړی له مینځه لاړ طالبان په دغه ولایت کې پراخ شول او اوس په ډاده زړه له ویريې پرته فعالیت کوي.
د اسټرالیا د ملي پوهنتون افغان پیژندونکی پروفیسر وايي اسټرالیا خپلي تولي هګۍ د مطیع الله خان په ټوکرۍ کې ایښي وې او د ثبات په راوستلو کې یې ډیره اتکا په هغه کوله چې له یوه مخه یې باید داسي نه وای کړي.
د مطیع الله خان خای ناستی ګلاب خان د اپریل په۲۵مه ووژل شو او اوس جنرال توریالی عبداني د اروزګان امنیه قوماندان نومول شوی دی.
په تیرو څو ورځو کې ۵۴ پولیس سرتیري په اروزګان کې وژل شوي دي او یو شمیر نور بیا ویره ده چې له طالبانو سره یو ځای شوي وي.
د اروزګان یوه پخواني ولایتي ویاند مصطفی کاظمي ویلي چې ده له یوه سناتور سره خبري کړي او هغه ورته ویلي، هغه پوسته چې طالبان په دې وروستیو کې نیولې سرتیرو ته یي په پینځو ورځو کې خواړه، د سونګ توکي او نور وسایل نه وو رسیدلي.
د اسټرالیا د دفاع وزیر کیف اندریوس یوه ویاند ويلي چې دوی په اروزګان کې ډیر کار کړی او په ټوله کې د اسټرالیايي سرتیرو له وتلو وروسته د ثبات د ساتلو اوامنیت مسولیت د افغان کورنیو ځواکونو دنده ده نه د اسټرالیايي سرتیرو.