واکسین

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، طالبانو په اروزګان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین مخه نیولې ده.

د اروزګان د عامې روغتیا رييس خان اغا میاخېل هم تاییدوي چې طالبانو په دې ولایت کې د ماشومانو واکسین منع کړی دی.

میاخېل همداراز وویل چې طالبانو واکسینرانو ته ویلي چې یوازې په هغو جوماتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولی شي چې د دې ډلې په کنټرول کې دي.

ده وویل چې د طالبانو غوښتنه نه شي منلی ځکه چې واکسینران باید کور په کور وګرځي او هر ماشوم ته واکسین ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرچینې هم وايي چې که یو ماشوم هم بې واکسینه پاتې شي، د ګوزڼ ضد واکسیناسیون هدف له خطر سره مخامخېږي.

د اروزګان د عامې روغتیا رييس وايي، که طالبان واکسینران پرېنږدي چې کور په کور واکسین وکړي، دوی مجبوره دي چې د ګوزڼ خلاف واکسیناسیون په دې ولایت کې ودروي.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې یې په اروزګان کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون مخه نیولې ده.

تر دې وړاندې طالبانو د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسیناسیون مخالفت نه دی کړی. خو پاکستاني طالبان او داعش د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسیناسیون سخت مخالفت کوي. هغوی ادعا کوي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین له نارینه وو څخه د ماشوم زېږولو قدرت اخلي خو دا په داسې حال کې ده چې هیڅ ډاکتر د دوی دا ادعا نه تاییدوي.

طالبانو په وروستیو کې د داعش په شان څو نور اقدامات هم کړي چې په هغو کې یو هم په ځینو سیمو کې د ښوونځیو مخنیوی دی.

روانه اوونۍ دې ډلې د لوګر د محمد اغې ښوونځیو ته خبرداری ورکړ چې په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ د هلکانو او نجونو ښوونځي په داسې حال کې بند شول چې د نیمايي کال ازموینې پیل شوې وې.

تر دې وړاندې یې تېره میاشت د څرخ ولسوالي ښوونځي بند کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *