تاند- وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې ۳۶ تنه برمته کړي مسافر پرون /دوشنبه/ ناوخته خوشي کړل.

وسله والو طالبانو دا کسان ۴ ورځې وړاندې د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې تښتولي ول.

د دایکنډي چارواکو نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل چې د طالبانو له لوري دا برمته شوي مسافر د دایکنډي د کجران ولسوالي اوسېدونکي دي او هغه مهال د اروزګان په چارچینو ولسوالي کې د طالبانو له لوري له موټرو څخه کښته او یوغمل شول چې له کندهار څخه دایکنډي ته روان ول.

د دایکنډي چارواکي وايي، سره له دې چې د طالبانو له لوري برمته شوي کسان عادي ملکي وګړي دي خو بیا هم د هغوی د خلاصون لپاره د سیمې قومي مشرانو، د کجران او چارچینې ولسوالیو دیني عالمانو ډ‌ېرې هلې ځلې وکړې څو طالبان د هغوی خوشي کولو ته حاضر شي.

خوشي شوي مسافر تېره شپه ۱۰ بجې خپلو کورونو ته ورسېدل.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دغو مسافرو د خلاصون په بدل کې د چارچینې ولسوالي له خاک رېزک سیمې څخه د امنیتي ځواکونو د کنډک د لېرې کېدو غوښتنه لرله.

تراوسه پورې معلومه نه ده چې ایا د طالبانو غوښتنې ته حکومت مثبت ځواب ویلی او که نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *