تاند- افغان طالبانو، چې تل یې د حامد کرزي حکومت بې واکه باله، له امریکا سره د امنیتي موافقې په نه لاسلیکولو کې د ولسمشر کرزي ملاتړ اعلان کړ.
پاکستاني ورځپاڼې (پاک تریبیون) نن راپور ورکړ چې افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي:«داسي ښکاري چې ده (کرزي) حقیقت احساس کړی، او موږ هیله لرو چې دا مخالفت به یې له افغاني غروره سرچینه اخلي او د ملت د ستونزو د پای ته رسولو لپاره به وي.»
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مشورتي لویې جرګې له موافقې سره سره نه دی حاضر شوی چې له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي. امریکايي چارواکي وايي چې کرزی کله یوه او کله بله پلمه مسله کوي.
کرزی په دې ټینګار کوي چې امریکايي پوځیان دې د افغانستان په خاوره کې عملیات نه کوي، د کورونو تلاشي دې نه کوي او جګړه دې پای ته ورسوي ځکه چې د جګړې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.
طالبانو ویلي:«دا ټولو ته ښکاره ده چې افغانان هیڅکله غاصبان په خپله خاوره کې نه غواړي… دی باید بې له هیڅ راز ځنډه ځان له دې تاریخي شرمه لېري کړي.»
طالبانو په عین حال کې کرزی ملامت کړی او ویلي یې دي:«ټولو ته معلومه ده چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د یرغلګرو له خوا د ګران هېواد په اشغال کې د کرزي په شمول څو د ګوتو په شمار څېرو مهم رول ولوبولو، که دوی له یرغلګرو سره لاس نه وای یو کړی، د یرغلګرو لپاره یې لارې نه وای جارو کړې، یرغلګرو په هېڅ ډول نشوای کولی چې زمونږ ګران هېواد اشغال، مظلوم او کړېدلی ولس مو له ګڼو ناخوالو او لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.»
د امریکا او افغانستان د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې شاوخوا لس زره امریکايي او پنځه زره نور بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې کېږي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي او په خاصو جنګي شرایطو کې یې لوژیستیکي ملاتړ وکړي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې داسي هیڅ یادونه نه ده کړې چې که کرزی په خپل دریځ ټینګ پاتې شي نو دوی به جګړه پای ته ورسوي.
په تېرو څو ورځو کې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي موافقه کې لانجه اوج ته رسېدلې، وسله والو طالبانو پر ملي امنیتي ځواکونو حملې لا زیاتې کړي دي.
پرون د میدان وردک په نرخ ولسوالۍ کې د امنیې قومندانۍ مخته په یوه زوروره موټر بمي چاودنه کې یې لږترلږه ۴ پولیس ووژل او ۱۷ نور ټپیان کړل.
جالبه دا ده چې اوس داسې کسان د افغاني غرور خبره کوي چې پنجابیانو په کې پړي اچولي دي او چې کله هم وغواړي په یو چا یې ورتو کولی او پرې یې داړلی شي، په بهرنیانو یې خرڅولی شي، په زندانونو کې یې وژلی شي او د ښار په منځ کې یې ویشتلی او زخمي کولی یې شي چې مثالونه یې ضعیف، ملا عبیدالله او اعاجان دي. آیا تاسو افغاني غرور لرئ؟ که مو لرلی تاسو به د څو عربانو له پاره ټول افغانان د ویر په ټغر نه کېنول، تاسو به افغانستان ته د لویدیزو پوځیانو د راتللو سبب نه کېدلئ، تاسو خو ټول وطن نیولی وه تاسو به د افغانیت او پښتو له زاویې نه حکومت چلولی وای چې نن غیرپښتانه دې حد ته ورسېدل چې اوس د افغان او افغانستان مخالفت کوي او دا ټول د سیاسي کمزورۍ د پردیو د غلامۍ او انسان وژنې نتیجه ده.
سلامونہ دوستانو
داصحیح دہ چی کرزی صاحب پہ 2001 کی دخارجیانوسرہ دافغانستان پہ نیولوکی کمک وکڑی مگرتاسوسہ پرمختگ وکڑی تاسی دافغانستان نوم کوم زایتہ ورسوی اوتاسوطالبانود2001مخکی پہ افغانستان کی کوم غوبل جوڑکڑی و قومی.سمتی اوژبہ نیز جنگونہ موپیل کڑی و آیاھزارہ گان اوازدبکان دافغانستان اوسیدونکی نہ وہ؟ ایاھغوی مسلمانان نہ وہ؟ تاسی دمکتب اومعلم نوم دنومونوسخہ دومرہ نفرت درلودی چی حتی دکلیسا اوپاپ دنومونوسخہ مودومر نفرت نہ درلودی دامنم چی مسلمان بایداسلامی علوم زدہ کڑی خوپہ سنگ کی یی عصری علوم ھم ضروری دی داسلام دپرمختگ دپارہ تکنالوژی تہ اڑتیادہ اوتکنالوژی دعصری علومو پواسطہ لاستہ رازی ترسوبہ دبل کالی اغوندو ترسوبہ دبل پہ کاسہ کی ڈوڈی خورو ترسوبہ موخپلی زخیری پٹی وی اودایران.پاکستان اونوروملکونو پاتی شونو تہ بہ مودانتظارسترگی نیولی وی ؟؟؟؟؟؟
اوس خره هم خبری کوی ایا پدی ۱۷ کلنو کی اوس تاسو پدی پوه شوی او یا دا خبره هم تاسو ته پاکستان کړی ترڅو افغان دولت ستاسو پدی خبرو غلط شی.
دحق تعالی(ج)څخه ددواړوخواو اتفاق او کامیابی غواړم ګرانو وړونو هیڅ یوکس نه غواړی چی دبل پر ځای ځان ته تاوان ورسوی امریکا زموږ دوښمن او دوښمن به مو وی نو راسی چی دغلامی توقونه دغاړو څخه لیری کړو او په روشتبا دخپل خدای(ج)دامر مطابق عمل وکړو او ګرانو مسلمانانو وړونو دخدای(ج)په خاطر دکونډو اودرپدره یتیمانو په خاطر یوپربل تورونه مه لګوی دخپل مشترک دوښمن سره په اتفاق مقابله وکړی دافغان وږنی څخه لاس واخلی مخ دکفر وخواته واړوی زه فکر کوم که طلبان دملی اردو اوپولیسو سره همږغی اواتفاق وکړی ته په په میاشت کی یو امریکایه په ډیرقربانی دمابین وړی خوملی اردو او پولیس یی په کم مصرف ډیر ږر دمابین سه ولاړی شی
تراوسه لایی ماغزه سم سرته ندی راغلی که دالاس لیک وشوبیابه ددوی ماغزه خپل ځای تراشی
طالبان: داشغال گرو مکمل وتل افغانی تفاهم ته لارهوارولی شی.
تول فشتانه یو بل فسی سفکی سفوری لیکی خدای ج مو ګوتی ماتی کړه چی له بدو خبرو لیکلو خلاص شی او که یی لیکی فه ادب کی خو یی ولیکی شرم ده
تولووافغانانوورونوته سلامونه اواحترامات
ورونو زماپه نظرچه افغانان هسی خپل وخت پدی ضایع کوی چه ایاکه داشغالگروسره ترون امضأکری امن به راشی اوکه امضأ یی نکری امن به راشی زه خووایم چه رازی که رشتیاداطالبااودکرزی حکومت دا گران افغانستانورجورول غواری نودی روانی لانجی ته دی همدلته دپای تکی کیدی اوپخپلومنزونو کی دیوتفاهم ته ورسیژی او که نه داسی نه کوی نوره یی هیچ دحل لاره نشته اوکه دا کارنکوی چه پخپلومنزونوکی سره جور شی نو هسی ددواره ارخونه غول نه خوری بیادواره دلی دزانته نه مسلمانان اونه افغانان وی ،بس هغه چارشتیا ویلی که خپل سپی می شه وای نو گیدرانو به می په بامو لوبی نکولی ،دی بی حیا خلکو کی که لژ شرم هم وای نن به مو نه په ملک کی نه افغانانی بی عیزته کیدلی اونه به نورداویراوماتم وای داشرمیدلی خلک زان عواموته دردمن شکاره کوی .موجوده کابینه هم تول خرچ شوی خلک دی اوطالبان هم الله ددواره غاری تباکری که پخپلوکی نه جوریژی .واسلام