تاند- وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د افغان پولیسو پر یوه کاروان په برید کې لږترلږه ۲۰ پولیس وژلي او شاوخوا ۲۴ نور یې تښتولي دي.
د افغان چارواکو په وینا وردوج ولسوالي څو ورځې مخکې د امنیتي ځواکونو په پراخو تصفیوي عملیاتو کې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه پاکه شوې وه.
د بدخشان د ولایتي شورا رييس مولوي ذبیح الله عتیق وايي، هلې ځلې روانې دي چې تښتول شوي پولیس راخلاص شي. ده د هڅو د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل.
د وردوج ولسوال دولت محمد پېښه تایید کړه، خو د جزییاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
له بلې خوا افغان طالبانو ویلي چې دوی پر افغان پولیسو په برید کې ګڼ پولیس وژلي یا ژوندي نیولي دي.