تاند- وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې یوه ځوانه جوړه تر واده مخکې له یو بل سره د تار لرلو په تور وژلي دي.

د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل نن رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو یو ځوان او یوه نجلۍ، چې غوښتل یې له یو بل سره واده وکړي او په همدې مقصد یې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړې وې، له نیولو وروسته په صحرايي محکمه کې په اعدام محکوم کړي او سمدستي یې په ډزو وژلي دي.

د امرخېل په وینا هلک او نجلۍ په بنو اندراب ولسوالۍ کې د طالب قومندان عبدالرزق له لوري محاکمه شوي دي.

امرخېل وايي چې د هلک او نجلۍ مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

تر دې مخکې هم طالبانو په مختلفو سیمو کې په ورته تور ځوانان او نجونې اعدام کړي دي چې تر ټولو خبرجوړوونکی اعدام د پروان ولایت په غوربند کې د یوې مېړوښې ښځې و.

څه موده مخکې طالبانو د پلخمري ښار یو هلک او یوه نجلۍ له یو بل سره د تار لرلو په تور په ورته ډول وژلي ول.

2 thoughts on “طالبانو په بغلان کې یو هلک او یوه نجلۍ په خپل منځ کې د تار لرلو په تور ووژل”
  1. د خونخورو سادستانو به وینو ته زړه شوی وو نو ځکه یی یوه جوړه ځوانان له الهی نعمت نه بی برخی کړل. د ظالم کور آخر وران دی دوی به هم یوه ورځ د الله ج په قهر او غضب ګرفتار شی او تور پنجابی به یی وينی وځبیښی.

  2. سلامونه
    دا د پاکستان لاسپوسی او ګوډاګیان دی لاړ شی او هلته دی د پاکستان په اسلام اباد، لاهور ، کراچی او داسی نورو شارونو کی خلک اعدام کړی. لاهور خو لا سه کوی په پیشور کی د سړک د غاړی فاحشه خانی جوړی شوی دوی دی دهغه مخنیوی وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *