تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د سلام دولتي مخابراتي شبکې رئیس قاسم تاج د کابل پنځمه حوزه کې د هغه په موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه کې وژل شوی او ساتونکی یې ټپي دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وویل، پېښه بیګاه شپه د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې پخپله قاسم تاج وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

بلخوا مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي د یو برید په ترڅ کې د قاسم تاج مړینه تایید کړی او زیاته کړې یې ده : (( د هېواد دښمنانان باید پوه شي چې په داسې ترهګریزو کړنو د افغانستان بچیان د پرمختګ له لارې نه شي راګرځولی.))

طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي دا چاودنه یې باغ داوود سیمه کې د قاسم تاج په موټر کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له سلام مخابراتي شبکې سره د طالبانو دښمني خورا ژوره تللې ده.

طالبانو څه موده وړاندې بلخ کې خلکو ته اعلان کړی و که د سلام مخابراتي شبکې سیمکارټ له هر چا سره پیدا شو، شپږ میاشتې زندان به تېروي.

شنونکي وايي، طالبان هم د خصوصي مخابراتي شبکو او هم په دې خاطر چې دولتي مخابراتي بنسټونه تضعیف کړي، د دغې شبکې پر وړاندې سخت دریځ لري.

تېرو څو کلونو کې طالبانو د سلام او افغان تلیکام شبکو ۱۰۷ انتنونه یا سوځولي یا یې په بمونو الوځولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *