تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د هرات ولایتي چارواکو  د طالبانو له اړخه تازه د ۱۷ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن جمعه تاند ته تایید که چې دا بندیان د پوځ، پولیسسو او ملي امنیت کسان وو او له راخوشې کېدو وروسته یې تېره شپه د هرات له والي وحید قتالي سره لیدنه هم کړې ده.

لا دقیقه معلومه نه ده چې طالبانو دا بندیان په هرات یا کوم ځای کې خوشې کړي دي؟ خو د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري رسنیو ته ویلي، چې طالبانو دا بندیان په بادغیس کې خوشې کړي او بیا دوی د هرات ګلران ولسوالۍ ته راانتقال کړي دي.

 دا د طالبانو له لوري د افغان حکومت خوشې کړیو بندیانو ۸مه جوپه ده چې له کندهار، لغمان، کندوز او بادغیس څخه یې خوشې کړل او ټول شمېر یې ۱۴۳ شو.

بلخوا افغان حکومت په ۱۱ پړاوونو کې تر دې دمه ۹۳۳ طالب بندیان خوشې کړي دي او نیت لري چې دا لیست تر ۱۵۰۰ پورې ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *