تاند- افغان او امریکايي رسنۍ وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په ختیځ کې د پاکستان په پوله کې د وسله والو طالبانو یوه زوروره حمله په شا وتمبوله.

د سي این این د راپور له مخې وسله والو طالبانو نن د ننګرهار ولایت په تورخم کې پر هغې سیمې د چاودېدونکو موادو او اتومات وسلو په وسیله برید وکړ چې د ناټو ځواکونو اکمالاتي موټرونه پکې ولاړ ول.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې افغان او ناټو ځواکونو د طالبانو حمله ناکامه کړه او حمله کوونکي یې ووژل.

د عبدالزي په وینا جګړې دوه ساعته دوام وکړ.

د ننګرهار د والي ویندوی همداراز وویل چې په دې نښته کې هیڅ ملکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو یو شمېر لارۍ یا ټانکرونه سوځېدلي چې اطفاییه یې د اور وژلو هڅه کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي: په دې برید کې، چې ګڼو ځانمرګو پکې برخه لرله، د ناټو یو شمېر پوځیان په اډه کې دننه وژل شوي دي.

خو ناټو وايي چې د دوی هیڅ سرتېري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې حملې له کبله چارواکو د تورخم دروازه، چې هره ورځ په سلګونو کسان ترې تېرېږي، بنده کړه. همداراز د جلال اباد تورخم لاره وتړل شوه.

One thought on “طالبانو په تورخم کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو برید وکړ”
  1. تاند خو همیشه بی طرفه خبرونه نشرول مگر اوس د طالبانو سره چه مشکل پیدا کری دی چی پر زدی تبلیغات کوی زه ستاسو نه خواهش کوم چی بیرته خپل بی طرفه خبرونه نشرکاست مننه

ځواب دلته پرېږدئ