تاند- افغان طالبانو د امریکا د خزانې وزارت له لوري د حقاني شبکې د دوو پاکستاني او یوه افغان قومندان پر ضد د بندیزونو اعلان وغانده.

د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ د حقاني شبکې درې غړي د نړيوالو تروريستانو په خاص ليست کې شامل کړل.

ويل کېږي چې د حقاني شبکې مرکزونه د پاکستان په شمالي وزيرستان کې دي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ايالتونو د خزانې وزارت وويل، سيد الله جان، يحيي حقاني او محمد عمر ځدراڼ د حقاني شبکې کليدي فعالان او مالي ملاتړ کوونکي دي.

د حقاني شبکه کلونه مخکې لا د امريکا له لوري تروريستي ډله پېژندل شوې وه.

د امريکا د خزانې د وزارت په وينا سميع الله جان، چې د پاکستان تبعه دي، په افغانستان کې د حقاني شبکې قومندان، د لوژيستيکي چارو همغږوونکي او له القاعده سره د حقاني شبکې رابط دي.

يحيي حقاني هم، چې د دې شبکې د مشر سراج الدين حقاني اوښي دي، د پاکستان تبعه دي.

د امريکا د خزانې وزارت په وينا يحيي حقاني هم له القاعده شبکې سره د حقاني ډلې د رابط په توګه کار کوي.

دا هم ويل شوي چې نوموړي يو وخت په افغانستان کې د القاعده شبکې قومندان او له طالبانو سره د دې شبکې رابط و.

خو محمد عمر ځدراڼ، چې د افغانستان تبعه دي، په افغانستان کې د حقاني شبکې د قومندان په توګه فعاليت کوي او له طالبانو سره نژدې همکار دي.

د حقاني شبکې مالي مشر د تېر کال د نوومبر په مياشت کې د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د مامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د امریکا له اعلانه وروسته رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په تور لیست کې د حقاني شبکې د دغو درو غړیو شاملول په افغانستان کې د امریکا د ناکامیو ښودنه کوي.

ده همداراز ویلي:«موږ په تور لیست کې د شاملولو دا ناموثره اقدام غندوو او باور لرو چې دا په افغانستان کې د دوی د ماتې او ناکامۍ ښکارندويي کوي.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په امریکا کې د دغو درو تنو شتمنۍ کنګل کېږي او له امریکایانو سره یې هر راز معاملې منع دي.

خو د طالبانو ویندوی د امریکایانو د اقدام د بې اغېز بللو په ترڅ کې ویلي چې دا کسان له امریکا سره هیڅ راز راکړه ورکړه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ