تاند- له جوزجان ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، وسله والو طالبانو ۵۲ تنه ملکي وګړي یرغمل کړي دي.

د جوزجان ولایتي چارواکو پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا کسان د جوزجان په درزاب ولسوالي کې تښتول شوي دي.

د جوزجان د والي ویندوی رضا غفوري، نن /چهارشنبه/ وویل چې طالبانو په درزاب ولسوالي کې ۵۲ تنه برمته کړي دي.

غفوري ونه ویل چې طالبانو دا کسان ولي تښتولي دي.

وسله والو طالبانو هم تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش حضور د جوزجان ولایت د ځینو سیمو امنیتي وضعیت لا خراب کړی دی.

ویل کېږي چې په جوزجان کې اکثره دولت مخالف وسله وال د منځنۍ اسیا اتباع دي.

تېره اوونۍ د داعش غړیو د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالي کې د نړیوال سره صلیب د کمېټې ۶ کارکوونکي ووژل او ۲ وتښتول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *