تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د جوزجان ولایتي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې لس ملکي دوکانداران د دوی له دوکانونو سره یو ځای سوځولي دي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر تاند ته وویل، دا ملکیان له دې ډاره چې د شپې یې د طالبانو په نوم څوک دوکانونه چور نه کړي، خپلو دوکانونو ته ویده کېدل، خو کله چې تېره شپه طالبانو درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ضد جګړه پیل کړې، په دې وخت کې ترې دوکانونو هم اور اخیستی دی.

ښاغلی اذر وايي، د پېښې ټپیان یې د شبرغان روغتون ته انتقال کړي دي، خو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

بلخوا له درزاب ولسوالۍ څخه کډه شوي ملکیان وايي، طالبان او افغان ځواکونه په خپلمنځي جګړو کې ملکیان په نښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *