تاند: وسله والو طالبانو د بیګاه شپې له یوې نیمې بجې راهیسې پر کندوز ښار له څلورو خواو یو وار بیا بریدونه پيل کړي دي.
د ځايي خلکو په وینا طالبانو د ښار له غاړو څخه پر امنیتي کمربندونو د قهوه خانې، سه صد فامیلۍ، دویمه حوزه، هندو سوزان پل او پل سفید سخته جګړه پیل کړې ده او غواړي چې یو وار بیا دا ښار سقوط کړي.
ویل کیږی دمګړۍ ښار سه درک، خان اباد بندر، امام صاحب بندر، زاخېل او خاکنۍ سيمو کې طالبان ځاى پر ځاى شوي او دغه ښار کې سلام او اتصالات شبکې هم بندې شوې دي.
سرچینې وایي، د کندوز پر روغتون یو توغندی هم لګیدلی چې یو موټر یې سوځولی دی خو د جګړې د مړو او ټپیانو شمیر لا هم دقیق نه دی.
سرچینې وایي، په لومړۍ حوزه کې سخته جګړه روانه ده، خو د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سرور حسیني حالات تر کنترول لاندې بولي.
د کندوز ښار د ملي یووالي حکومت په دوره کې دا دریم وار دی چې د طالبانو لخوا لوی بریدونه کېږي.
تر اوسه دولتي امنیتي او دفاعي بنسټونو د کندوز د جګړې په تړاو څه نه دي ویلي، نور جزیات به د ورځې په وروستیو کې له تاند څخه ولولئ.