تاند- د غزني والي وايي چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار لویه لار په دوو برخو کې بنده کړې ده.
د غزني والي عبدالکریم متین وايي وسله والو یاغیانو د زابل او میدان وردک په ولایتونو کې د سپرلیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ کړي دي.
د کابل – کندهار لار له میدان وردک، غزني او زابل ولایتونو تېرېږي.
تر دې مخکې د کندهار چارواکو ویلي وو چې زرګونه مسافر په کندهار کې وروسته له دې بند پاتې شول چې وسله والو طالبانو د سپرلیو موټرچلوونکو ته خبرداری ورکړ چې د کابل- کندهار پر لویه لار تګ راتګ ونه کړي.
وسله والو طالبانو ویلي چې لاره یې د دې لپاره د سپرلیو د موټرو پرمخ بنده کړې چې د میدان وردک ولایت په سالارو کې د دوی او دولتي ځواونو ترمنځ جګړه روانه ده.
راپورونه وايي چې د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۵ زره مسافر- چې په منځ کې یې ډېر شمېر ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي- په کندهار کې بند پاتې دي. ډېری یې په هوټلونو کې د پاتې کېدو توان نه لري.
د سپرلیو د موټرو چلوونکي وايي، سره له دې چې پر لاره هر ځای امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي او طالبان یې نه دي لیدلي خو د طالبانو خبرداری ورته جدي ښکاري ځکه چې له لېري هم ډزې کولی شي.
وسله والو طالبانو د کابل- کندهار د لویې لار اکثره پلونه او پلچکونه په بمونو الوزولي او دا لار یې، چې په سلګونو ملیون ډالرو جوړه شوې وه، په کنډواله بدله کړې ده.
د کابل- کندهار لار د افغانستان، په ځانګړي ډول د جنوبي ولایتونو د اقتصاد شاهرګ بلل کېږي او ادعا کېږي چې طالبانو د افغانستان دولت ته د اقتصادي ګوزار لپاره د دې لارې په اوږدو کې لومړی پلونه والوزول او اوس یې د خلکو او تجارتي مال پر تګ راتګ بنده کړې ده.