تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲ مه: طالبانو روزګان کې د سولې ولسي حرکت غړی او ځایي مسوول نیولی او له ځان سره یې بېولی.
د سولې ولسي حرکت وایي، تېره ورځ په روزګان ولایت کي د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د سولې د خوشالۍ لپاره ولسي خلکو یو پروګرام جوړ کړی و چې د سولې ولسي حرکت غړي هم ورغلي وو.
د حرکت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، ملګرو یې غوښتل چې په دې خوشالۍ کې برخه واخلي: ((په دې کسانو کې د روزګان لپاره د سولې ولسي حرکت ځايي مسئول نظر جان نظري هم شامل و چي طالبانو نیولی، او له ځان سره یې بېولی.))
د حرکت په خبره دوی تراوسه نه پوهېږي، چې ولې او پر څه یې طالبانو ملګری نیولی او چېرته یې بېولی دی.
دغه حرکت له طالبانو غوښتنه کړې، چې د دې موضوع په اړه ورته مالومات ورکړي، او د ملګري د سلامتۍ ډاډ ورکړي.
د سولې ولسي حرکت چې له دوه کالو راهیسې یې حرکت پیل کړی غړي یې څو ځله د طالبانو لخوا نیول شوي او بیرته پریښودل شوي دي.