تاند- وسله والو طالبانو د روژې په میاشت کې د جګړې د درولو وړاندیز رد کړ، ویې ویل چې په روژه کې به جګړه لا تېزه کړي.

د ملګرو ملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د افغانستان د سولې عالي شورا پر طالبانو ږغ کړی و چې په روژه کې جنګ ودروي.

د ملګروملتو د ماموریت مشر نیکلاس هیسم په یوه اعلامیه کې ویلي:«… په ځانګړي ډول زه د جګړې له ټولو خواوو غواړم چې دې میاشتې ته درناوی وکړي او د افغانانو کورنۍ پرېږدي چې په سوله کې عبادت وکړي.»

د سو لې عالي شورا هم پر ټولو ښکېلو خواوو ږغ کړی چې د روژې په میاشت کې له تشدده لاس واخلي.

خو وسله والو طالبانو سمدستي دا غوښتنې رد کړې، ویې ویل«جهاد د عبادت یوه برخه ده. زموږ جهاد به د روژې په میاشت کې دوام وکړي ځکه چې ثواب یې ۷۰ فیصده زیات دی.»

پرون د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله ویلي و چې طالبان به اوربند ونه مني ځکه دې ډلې تل په روژه کې جنګ ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړې او کابل ته یې استولې ده.

خو پاکستاني ورځپاڼه ایکسپریس تریبیون بیا وايي چې حکمتیار موافقه لاسلیک کړې نه ده بلکې ځیني نوې مادې یې په موافقه کې زیاتې کړي او هغه یې د خپل زوی حبیب الرحمن په وسیله کابل ته لېږلې چې ولسمشر غني ته یې وسپاري.

4 thoughts on “طالبانو په روژه کې د جګړې د درولو وړاندیزونه رد کړل”
  1. جهاد عبادت دی او چې څومره افغانان ووژل شي او افغانستان تباه شي ، ثواب هغومره زیاتیږي. زنده باد جهاد و قتل و قتال و مسلمان کشي و وطن فروشي

  2. د آی، آیس آی شریف په آیتونو کې راغلي دي [ چې د هر افغان وژونکي ته سل حورې، سترګې تورې، سینه چاکه ،د شاتو د دیوال څنګ ته او د شرابو د ویالې په غاړه ناستې دي. هر څوک چې په ټوک لوی شوی وي، ځان ته وروسوي، په جنت کې هسې هم د جنت دروازې خلاصې دي. هلۍ ځوانانو

  3. په روژه کې چې قران هم ورکړې هغوی جنګ نه ودروي، ځکه ډيری بې دینه او بې ایمانه دي او روژه خوړل ځان ته رواح ګڼي. په ښکاره خو روژه خوړلی نه شي مګر د جهاد په نوم یې خوري او اکثره روژه خواره چې په عمر یې لمونځ اودس نه وي کړی په روژه کې د روژې خوړلو لپاره مجاهد او مسلمان شي او ددوی په دې بې دینه صفونو کې شامل شي. دوی د خلکو نه په زور ډوډۍ خوړل، خلک لوټل او زورول او بې ګناه انسانان وژلو ته بیا ۷۰ فیصده زیات ثواب او عبادت وایي.

  4. هغه کسان چه د قران کریم په منځ کی بم ژدی او جومات به بم الوزوی لکه څو کاله وړاندی د لوګر پیښه له هغو بی دینو او بی مذهبه خلکو نه مونژ څه طمع درلودلی شو، بله خبره دا چه ټالیبان خو په خپل واک او اختیار کی نه دی چه مستقلانه تصیمیم ونیسی (ای اس ای) چه دوی به خپلو کمپو کی تربیه کوی او په کلونو کلونو دال ورکوی نو بیا خو به یی خبره هم منی ، د ټالیبانو ویاند چه (مجاهد) تخلص لری ولی په خپله جهاد نه کوی آخر دا جنت د چا نه خوښیزی، افسوس دادی چه دده په ګډون د ټالیبانو ټول رهبران په پاکستان کی په لکسو بنګلو کی ژوند کوی اولادونه یی په انګریزی ژبه زده کړی کوی او بی سواده او جاهل افغانان د جهاد په نامه د جګړو ته استوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *