تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸ مه: وسله والو طالبانو د عیسي محمد قلمیار په نوم د زابل یو محلي خبریال تښتولی دی.

چارواکي هم خبر تاییدوي او وایي، وسله والو طالبانو تیره ورځ ناوخته د زابل د مرکز کلات اړوند د ازارتک په سیمه کې یو محلي خبریال عیسی محمد قلمیار نیولی او د ځان سره یې وړی دی.

د زابل والي رحمت الله یارمل وویل، چې عیسی محمد قلمیار تیره ورځ د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تللی وو چې بیرته مرکز کلات ته د راتګ پرمهال وسله والو طالبانو له موټره کښته کړی او نامعلوم لوري ته یې وړی.

که څه د وسله والو طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ( باوري ) په نوم په زابل کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قومندان پر ټولنیزو رسنیو د نیول شوي خبریال عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د زابل د ملي رادیو تلویزون خبریال یې د بندیانو په لیست کې اضافه شو.

عیسي محمد قلمیار د تیرو پنځو کلونو راهیسي د زابل په ملي رادیو تلویزون او نورو محلي رسنیو کې کار کاوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *