تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: طالبانو نن د سر پل په سانچارک ولسوالۍ کې د ټاکنو د کمیسیون یو مؤقتي کارمند وژلی دی.
ولایتي چارواکو تاند ته تایید کړه چې علي نقي د ټاکنو په ورځ سانچارک ولسوالۍ د ټاکنو په یو مرکز کې د کار په جرم نن سهار طالبانو په ډزو ویشتلی دی.
ښاغلی نقي د حقوقو پوهنځي لیسانس درلود او د سانچارک د چار روح کلي اوسېدونکی و چې دوه میاشتې وړاندې یې واده کړی و.
خو طالبانو لا د نوموړي د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.