تاند- په سمنګان کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو لسګونه موټرچلوونکي یرغمل کړي دي.
د سمنګان د کوز دره صوف ولسوال عبدلیقین احمدي وايي چې طالبانو په سکرو بار موټر او د هغو ۲۰ چلوونکي تښتولي دي خو د دې ولایت د ولایتي شورا ريیس حاجي راز محمد وايي چې طالبانو تر سلو ډېر موټر او ۶۰ موټرچلوونکي له ځان سره بېولي دي.
راز محمد وايي چې طالبان دا کسان ښايي تر هغو خوشي نه کړي چې پیسې یې ورڅخه اخیستي نه وي.
د کوز دره صوف ولسوال وايي چې د تښتول شویو موټرچلوونکو او کلینرانو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې د دغو موټرچلوونکو د تښتولو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي خو د سمنګان د ولایتي شورا رييس وايي چې طالبان د سکرو له هر موټر څخه د میاشتې ۷ زره افغانۍ باج اخلي او که څوک دا پیسې ورنه کړي موټرونو ته یې اور ورته کوي او پر دې سربېره جریمه هم ترې اخلي.
په برني دره صوف ولسوالي کې د سکرو څه باندې زر کانونه شته چې سکاره یې د کوز دره صوف له لارې د هیواد نورو برخو ته وړل کېږي.
د سمنګان د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبان له کلونو راهیسې د سکرو له موټرو څخه پیسې اخلي.
د سې شنبې په ورځ ولسمشر غني د افغانستان د کانونو په اړه په یوه غونډه کې وویل چې کانونه که د افغانستان لپاره پر نعمت بدل نه شي، پر نعلت بدلېږي.
ده د سکرو د کانونو ځانګړې یادونه وکړه او ویې ویل چې دا کارنونه د زورواکانو له لوري لوټ کېږي.
خواشینوونکې ده
لدې دومره بې شمېره سپینو او سرو معدنونو څخه مو څو لَپی تور سکاره په برخه سوی دی هغه هم بیا د تورو کسانو له لاسه د تور او ترخه سرنوشت سره مخامخ شوی دی دا څه تور بخت مو دی زموږ