تاند- پاکستاني طالبان وايي چې په سوریه کې یې پر «جهاد» د څارنې لپاره اډه جوړه کړې ده.
دوی وايي چې دا اډه یې د هغو عربو جګړه مارو په مرسته جوړه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي او په پاکستان کې اوسېدلي خو اوس په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرضد جنګېږي.
د پاکستاني طالبانو یوه غړي بي بي سي ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دوی د جنګي او مالوماتي تکنالوژۍ لږترلږه دوولس متخصصان سوریې ته تللي دي.
د بي بي سي اردو د راپور له مخې د پاکستان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرضد په جګړه کې تراوسه پوري په زرګونو سوریه وال وژل شوي او دا وېره هم شته چې دې هیواد ته د طالبانو له ورتګ سره فرقوي تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
د پاکستان د ډېرو ډلو بنیاد په فرقه پالنې اېښودل شوی دی او غالباً د سوریې په شخړه کې د پاکستاني طالبانو لېوالتیا هم مذهبي تعصب رول ولري ځکه چې د سوریې حکومت د اقلیت اسماعیلیانو په لاس کې دی، حال دا چې د سوریې اکثرت د سنیانو دی.
همدا جهاددی چه کفری یرغل يی پرګونډ کړی اونړی یی دشراوفسادڅخه ساتلي ده