تاند- وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ په غزني او پکتیا کې د پولیسو پر مرکزونو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبلې واړولې.
افغان چارواکي وايي چې په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۰ پولیس شهیدان شوي دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمد زمان وویل، وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ سهار په اندړ ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز لومړی موټربمي برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۷ پولیس شهیدان شول.
د محمد زمان په وینا جګړې څو ساعته دوام وکړ او بالاخره حمله کوونکي په شاوتمبول شول.
د پکتیا ولایت پر امنیه قومانداني برید
افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن په ګردېز کې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر کنډک هممهاله بریدونه وکړل.
د پکتیا امنیه قومنداني او د پولیسو کنډک په یو ځای کې دي.
راپورونه وايي چې په دغو حملو کې له موټربم څخه کار اخیستل شوی دی.
تراوسه پورې د تلفاتو شمېر څرګند نه دی.
طالبانو ویلي چې لومړی یې پر کنډک انتحاري حمله کړې او ورپسې یې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ هم انتحاري حمله کړې ده.
طالبان ادعا کوي چې له انتحاري حملو وروسته د دوی کسان قوماندانۍ او د پولیسو کنډک ته ننوتي دي او جګړې ته دوام ورکوي.
د پولیسو په کنډک کې افغان پولیسو ته روزنه ورکول کېږي.
له بلې خوا د فراه ولایت امنیه قوماندان وايي چې طالبانو د شېبکوه ولسوالي پر دولتي ادارې په برید کې ۳ پولیس شهیدان کړي دي.