تاند- د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبان لا هم په ښار کې شته او پر له پسې ودانیو او عامه تاسیساتو ته اور ورته کوي.

د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري پرون /یکشنبه/ وویل، طالبانو د غزنویان تلویزیون سټېشن ته اور اچولی دی.

د ولایتي شورا ځینو نورو غړیو وویل چې طالبانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر په ګډون ګڼو نورو دولتي او غیر دولتي ادارو ته هم اور اچولی دی.

دوی دغه راز وايي چې یو شمېر طالبان لوړو تجارتي ودانیو ته ختلي او له هغه ځایه د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي چې په نتیجه کې یې دا ودانۍ سختې ویجاړې شوي او د غزني ښاریانو ته یې د ملیاردونو افغانیو په ارزښت تاوان اړولی دی.

د ولایتي شورا یوه بل غړي باز محمد همت وویل چې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې بې شمېره ملکیان هم وژل شوي یا ټپیان دي.

د همت په وینا لږترلږه ۱۳۳ ملکیان د ښار په روغتون کې بستر شوي دي.

همت او د ولایتي شورا نور غړي وايي چې د ټپیانو شمېر تر دې خورا زیات دی خو اکثره خلک له هغو سیمو څخه چې جګړه پکې روانه ده د نښتو د دوام له کبله خپل ټپیان روغتون ته نه شي رسولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *