تاند- واشنګټن پوست او اندیپینډنت ورځپاڼو د طالبانو له لوري په ژوندوني د یوه سړي د پوستلو او ورڅخه د سترګو د ایستلو په اړه راپور خپور کړی دی.
دا بې رحمانه پېښه په غور ولایت کې شوې ده.
اندیپندنت او واشنګټن پوست د غور د ولایتي چارواکو په قول وايي چې د دې پېښې د قرباني، چې فضل احمد نومېږي، خپلوان وايي چې طالبانو نوموړی د خپل یوه قوماندان پر وژلو تورن کړی و.
طالبانو شاوخوا شپږ میاشتې پخوا احمد له خپله کوره وایست او سترګې یې ترې وایستلې.
د احمد خپلوان وايي چې نوموړی لا ژوندی و او له درده یې چیغې وهلې چې له پوسته یې کړ. د دوی په وینا د احمد زړه ښکارېده او په همدې حال کې یې د غره له یوې لوړې څوکې وغورځاوه.
د غور د ولایتي شورا یوې غړې رقیه نایل وویل، طالبانو له احمده په داسي حال کې پوست وایست چې ژوندی و.
طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي خو د دوی له لوري د پېښې ثبت شوې ویدیو او عکسونه په وروستیو کې خپاره شول.
د هر ظلم زوال شته انشاءالله