تاند- د فاریاب د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې طالبانو د دې ولایت د پښتونکوټ ولسوالي څو کلي محاصره کړي، خوراکي مواد او درمل نه ورپرېږدي چې له کبله یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د فاریاب امنیه قوماندان نبي ملاخېل وايي، د پښتونکوټ ولسوالي د سرحوض سیمه له ۱۵ ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره ده او اوسېدونکي یې له لوږې سره مخامخ دي.
ځینې راپورونه وايي چې څو تنه له لوږې مړه شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي چې په سرحوض سیمه کې درې کلي د طالبانو له لوري کلابند دي او هیڅ راز خوراکي مواد نه ورپرېږدي.
د دوی په وینا په دغو کلیو کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کورنۍ اوسي.
ویل کېږي چې په سرحوض سیمه کې امنیتي ځواکونه هم پوستې لري خو هغوی ته د هوا له لارې مرستې رسېږي.
پرون د ولسمشر لومړي مرستیال له ولسمشر غني، د ملي امنیت له سلاکار او د ملي امنیت له ريیس سره په ارګ کې د فاریاب د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د فاریاب د والي ویندوی وايي چې سپین ږیرو له طالبانو سره خبرې پیل کړي چې عام ولس ته خوراکي مواد پرېږدي.
ده په عین حال کې وویل چې که د سپین ږیرو هڅو نتیجه ورنه کړه امنیتي ځواکونه به پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون د مشرانو جرګې غړیو هم پر دې ستونزې خبرې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د بېګناه ښځو او ماشومانو د ژغورلو لپاره فوري اقدام وکړي.