تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: په شمال کې د شاهین قول اردو ادعا کړې چې طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
تاند ته د شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره رسېدلې خبرپاڼه وايي، طالبانو تېره شپه د اندخوی ولسوالۍ په خانقا سیمه کې د ماښام پر اووه بجو د یو کور ۶ غړي د کور په انګړ کې په ډزو وژلي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې وژل شویو کې ښځې او ماشومان وژل شوي او یوه ښځه او یو ماشوم په کې ژوبل هم دی.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي مګر طالبانو په دغه سیمه کې څو ورځې وړاندې یو ملکي وګړی دوی سره د نظر د اختلاف له کبله واده ته پر لاره وژلی و.
دغه د طالبانو د خشونت د کمولو یو بل مثال دی چه د افغانستان ملت ته یی وړاندی کوی ، په فاریاب کی د یوه کور د ماشومانو او ښځو
وژل د طالبانو د انسانیت او اسلامیت ضد تروریستی چهره نړی ته په ډاګه کوی.
ای وخشیانو د خدای د غضب انتظار وباسی
د دی مظلوم غریب ولس په وزلو کسی ستاسی کومه ګته ده
ستاسی او د جنګل د خیواناتو کوم فرق شته
ذړه یی مه بوله تور کانی د صخرا دی