تاند – د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفو طالبانو په فراه ولایت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۳۷ سرتېري نن چارشنبه /د نومبر۷مه/ ازاد کړل.
طالبانو درې ورځې وړاندې /د نومبر ۴مه/ د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې چې له ایران سره په پوله پرته ده په لسګونو افغان سرتېري شهیدان کړل.
ویل کیږي چې د پشت کوه په برید کې ۵۴ تنه افغان سرتېري شهیدان او ۲۱ نور ژوندي نیول شوي، او طالبانو ته هم درانه تلفات ور اوښتي ول.
د فراه ولایت یوه مدني فعال حکمت الله کلیوال له تاند سره په خبرو کې وویل چې په فراه کې د حکومتي ادارو بې غوري او بې نظمي د دې سبب شوه چې افغان سرتېرو ته په وروستۍ پېښه کې په ګڼ شمېر کې تلفات ور ورسیږي.
ایران له افغانستان سره د اوبو په سر شخړه لري او د روان کال د اګست په میاشت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل چې له هرې ممکنې وسیلې به استفاده وکړي څو افغان حکومت دې ته تیار کړي چې د هلمند او فراه اوبه مهار نه کړي او ایران ته یې ورپرېږدي.