په فراه کې د امریکايی ځواکونو پخوانۍ اډه

تاند- طالبانو یوه ویدو خپرې کړې او وايي چې دا ویدیو د هغې اډې ده چې پخوا پکې امریکايي پوځیان اوسېدل او اوس دوی نیولې ده.

په ویدیو کې ویل شوي چې دا اډه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ده او امریکايي پوځیان پکې اوسېدل.

په دې ۱۶ دقیقه يي ویدیو کې په لسګونو طالبان د خپل تحریک له سپینو بیرغونو سره لیدل کېږي. او یو تن یې اوږده وینا کوي.

له تصویرونو او د اډې له دېوالونو داسي ښکاري چې د امریکايي پوځیانو اډه وي.

1طالبان وايي چې د بکواه اډه یې له اوږدې محاصرې وروسته لاس ته ورغلې ده. افغان چارواکو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د دې ویدیو تر خپرېدو مخکې د فراه د ولایتي شورا رييس فرید بختور رسنیو ته وویل چې په ولایت کې یې د طالبانو ګواښ زیات شوی دی.

د فراه چارواکو په ځلونو ویلي چې د بکواه ولسوالي د افغانستان په لوېدیځ زون کې د طالبانو د وسلو، د مخدرو موادو د کاروبار او نورو فعالیتونو مهم مرکز دی.

2 thoughts on “طالبانو په فراه کې د امریکايي پوځیانو د پخوانۍ اډې د نیولو ویدیو خپره کړه”
  1. نالت په سي ای اې نالت په فاسد دولت او نالت دتاند په حراميانو چې
    !پروپاګنده کوي cia

  2. زنده باد پتنګ د انلاین دنیا قهرمان او د ټول افغان او نن فورم پیاوړی او سرسپارلی مبارز سپین ږیری او څیږ پښتون پتنګ خان به منې

ځواب دلته پرېږدئ