تاند- د فراه ولایتي اداره وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه مرکز د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۸ سرتېري شهیدان شوي دي.
وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د بالابلوک ولسوالي د بالاسنګ په سیمه کې د ملي اردو پر یوې قراردګاه برید وکړ.
د فراه د ولایتي شورا غړیو هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې د وسله والو طالبانو له لوري بیول شوي دي.
طالبانو ویلي چې ۲۵ سرتېري یې وژلي او قرارګاه یې نیولې ده.