تاند- وسله والو طالبانو پرون /یکشنبه/ د فراه ولایت په ګلستان ولسوالي کې د ملي اردو د ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې ۲۰ تنه سرتېري شهیدان کړل.

طالبانو نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي اردو سرتېري یې وژلي او د هغو پوستې یې نیولي دي.

طالبانو ویلي چې د ملي اردو ۲۷ سرتېري یې وژلي یا ټپیان کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت او د فراه ولایتي چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د فراه د ولایتي شورا ځینې استازي وايي چې طالبانو تېئره شپه د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي د چکاو او توت په کلیو کې د ملي اردو پر پوستو په بریدونو کې ۲۰ سرتېري شهیدان کړي او ۲ تنه یرغمل کړي دي.

طالبانو پرون د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ په برید کې تر 80 زیاتو ملکیانو او پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

په دې برید کې، چې د پلخمري ښار کې وشوه، د یوه ښوونځي ګڼ شمېر زده کوونکي ټپیان شول.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ژوبل دي. په ټپیانو کې ۲۰ تنه ملکیان دي چې د ۱۴ تنو حال یې نازک ښودل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *