تاند- وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې د افغان پولیسو پر یوه کاروان په حمله کې لږترلږه ۲۲ پولیس ووژل.

د فراه ولایت چارواکو د پولیسو د مرګ ژوبلو د تاییدولو ترڅنګ وویل چې برید تېره شپه په لاش و جوین ولسوالي کې وشو.

لاش و جوین ولسوالي د فراه له مرکزه لېرې د ایران په پوله کې ده.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویندوی محبوب الله محب او د فراه د روغتون ویندوی وویل چې په دې برید کې ۲۲ تنه شهیدان شوي او مړي یې روغتون ته وړل شوي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي بیا ویلي چې د دوی په برید کې ۲۵ پولیس وژل شوي چې د هغو په منځ کې یو تن یې قوماندان دی.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس په وروستیو کې ویلي و چې هره میاشت شاوخوا ۵۰۰ افغان سرتېري په جګړه کې وژل کېږي.

د طالبانو د مرګ ژوبلو شمېر څرګند نه دی.

نن /دوشنبه/ دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې په کندوز ولایت کې ۵۳ وسله وال طالبان وژلي چې ۱۳ یې لوی او واړه قوماندانان دي.

دا وزارت وايي چې ۵۳ وسله وال طالبان او قوماندانان یې په هغو عملیاتو کې وژل شوي چې په ارچي ولسوالي کې لا هم روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *