تاند- وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې درې ښځې د زنا په تور وژلي دي.

د فراه د والي ویندوی جاوید افغان وویل چې د وژل شویو ښځو مړي پرون /جمعه/ ناوخته وموندل شول.

د افغان په وینا درې واړه ښځې په ډزو ویشتل شوي دي.

د وژل شویو ښځو عمرونه د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي او ادعا شوې چې هغوی له ناپېژندل شویو نارینه وو سره څو ورځې مخکې له خپلو کورونو وتلې وې.

افغان وايي، دوې وژل شوې ښځې د فراه اوسېدونکې دي او یوه د هرات ده.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه هم تراوسه څه نه دي ویل شوي چې د دغو ښځو له نارینه ملګرو سره به څه چلن شوی دوي. طالبانو تر دې پخوا هم په ځلونو ښځې په ورته تورونو وژلي دي. په وروستیو کلونو کې د طالبانو له لوري د پروان ولایت په غوربند کې د یوې ښځې وژلو ډېر عکس العملونه وپارول. ( عکس د هماغې پېښې دی)

2 thoughts on “طالبانو په فراه کې ۳ ښځې د زنا په تور وژلي دي”
  1. دا څنګه خبره ده چی ښځی د زنا په تور وژلی کیږی او هغه نران چی د دوی سره یی زنا کړی ده هیڅ درک نه لګیږی، ایا دا زنا یوازی د ښځو لپاره ناروا ده او جزا یی باید پر ښځو پلی شی؟ نه داسی نده کومی وژنی چی طالبان کوی. ما پخپله په قران کی د زنا په هکله لوستی دی او واضع امر دی چی لومړي باید ځلور کسان زناکار داسی د زنا په حالت کی سره ووینی لکه ستنه او تار .د قران دغه ایت ته په کتو زه فکر نه کوم چی طالبانو د پر همدغه د فرا او نور ښځو چی د زنا تور پری لږول شوی دی او مړی کړی یی دی عمل کړی وی یا په بل وینا طالبانو نه محمه دایره کړی نه یی څلور شاهدان تیر کړی نو موږ د قران په رڼا کی دطالبانو دا عمل غندو

    ی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *