تاند- طالبانو په هرات کې د یو شمېر کسانو د ګوتو پرې کېدا رد کړه او هغه یې د خپلسرو کسانو او یا هم د خپل دښمن کار وباله.

په هرات ولایت کې د شنبې په ورځ یو شمېرکسانو، چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، له ۱۱ تنو رای ورکوونکو څخه ګوتې پرې کړې.

چارواکو دا کار د طالبانو وباله او هغه یې په کلکه وغانده.

د راپورونو له مخې طالبانو د شنبې د ورځې له دوهم ځلي انتخاباتو سره سلیقوي برخورد کړی دی. په یو شمېر سیمو لکه د غزني په ځینو ولسوالیو کې یې حتي خلک هڅولي چې رایې استعمال کړي، خو په یو شمېر نورو سیمو کې طالب قومندانانو خلک ګواښلي او حتي د کندهار په غورک ولسوالۍ کې یې په لارو کې ماینونه ایښي وو چې خلک رایې استعمال نه کړي.

داسي راپورونه هم شته چې ځینو طالب قومندانانو په خپل سر ځیني رای ورکوونکي وهلي دي خو په جنوب او ختیځ کې، چې طالبان زیات نفوذ لري او تر ډېره یې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه هم نیولې ده، داسي راپورونه نه شته چې طالبانو دې د چا ګوتې پرې کړي وي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د هرات د قضیو په اړه تحقیقات وکړل چې په نتیجه کې یې څرګنده شوه چې دا یو خپلسره عمل دی او یا د طالبانو د بدنامولو لپاره د دښمن استخباراتي هڅه ده.

قاري یوسف احمدي تاکید کړی چې د طالبانو مشرانو، نه چا ته ویلي چې داسي کار وکړي او نه دا د دوی پالیسي ده.

ده ویلي چې طالبان دا عمل په کلکه غندي او هغه غیرشرعي یې بولي.

قاري یوسف احمدي دا هم ویلي د چا د لاس د ګوتو پرې کول په اسلامي شریعت کې ځای او جواز نه لري.

تر انتخاباتو مخکې طالبانو په خپلو اعلامیو کې خلک په انتخاباتو کې له ګډونه منع کړي ول او خبرداری یې ورکړی و چې که چا په ټاکنو کې ګډون وکړ د عواقبو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي. دې ډلې نه و ویلي چې څه ډول عواقب یا په انتخاباتو کې ګډون کوونکو ته به څه ډول سزا ورکړي.

له بلې خوا د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم حامدکرزي نن له هغو ۱۱تنو سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د هرات ولایت د رباط سنګي په ولسوالۍ کې په انتخاباتوکې د ګډون له امله ور څخه ګوتې غوڅې کړي دي.

ولسمشر په دغو ټیلیفوني خبروکې د دې ترڅنګ چې ژوبلو کسانو ته یې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه، د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناروا عمل یې په کلکه وغانده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *