تاند-راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند کې د بسونو پر یوه کاروان برید کړی او لږترلږه ۶۰ تنه سپرلۍ یې یرغمل کړي دي.

په هلمند کې د پولیسو یوه قوماندان محمد اسماعیل نن /سې شنبه/ وویل، لومړني راپورونه ښيي چې دا پېښه په ګریشک ولسوالي کې شوې ده.

له ګریشک څخه د کندهار – هرات لویه لار تېرېږي.

د ګریشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل وویل، طالبانو د توپک په خوله بسونه مجبوره کړل چې ودرېږي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې وسله والو طالبانو مسافر چیري تښتولي دي.

په همدې حال کې د وسله والو طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې طالبانو ۲۷ تنه سپرلي له ځان سره ساتلې او نوره یې خوشي کړې ده.

ده همداراز ویلي چې طالبانو ۲۷ مشکوک کسان، چې له کندهاره هرات ته تلل، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له ۳موټرو څخه کښته کړي او د تحقیقاتو لپاره بیولي دي.

په وروستیو کې طالبانو د لارو نیول او له موټرو څخه د مسافرو کښته کول زیات کړي دي.

د روان جون په لومړیو کې طالبانو په غزني کې د بسونو ۱۲ سپرلۍ ووژلې. د غزني تر پېښې مخکې طالبانو د بغلان کندوز او د کندوز تخار په لارو کې په لسګونو سپرلۍ له موټرو کښته کړه او یو شمېر یې ووژل.

لویې لارې په وروستیو کې ډېرې ناامنې شوي او اکثره خلک وايي چې طالبان هر هغه څوک چې پاکې جامې یې اغوستي وي، له موټرو کښته کوي او په دې شک یې وژني چې د دولت مامور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *