تاند- وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې پر ماین پاکانو په حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه وژلي دي.

د سیمې خلک او دولتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په داسي حال کې برید وکړ چې په واشیر ولسوالۍ کې د بهرنیو پوځیانو یوې پخوانۍ اډې ته نژدې ۱۹ تنو ماین پاکانو کار کاوه.

په دې برید کې ۱۲ تنه ماین پاکان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي ځیني نور راپورونه د ټپیانو شمېر ۹ تنه ښيي.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«وسله والو طالبانو ناببره په ماشینګڼو پر ماین پاکانو د کار په ترڅ کې برید وکړ او ۱۲ تنه یې ووژل.»

د عمر ځواک په وینا پر ماین پاکانو د طالبانو له دې تروریستي بریده وروسته د پېښې سیمې ته نژدې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پر طالبانو برید وکړ او لږترلږه دوه تنه ترهګر یې ووژل او ۴ نور یې ژوندي ونیول.

د ۲۰۵ نمبر قول اردو مرستیال قومندان غلام فاروق پرواني، پېښه تایید کړه، ویې ویل چې ۹ ماین پاکوونکي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې پخوا هم څو ځلي پر ماین پاکانو بریدونه کړي، یا یې وژلي او یا یې برمته کړي دي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال طالبانو په فراه ولایت کې د ۷ ماین پاکانو سرونه پرې کړل.

د سږ کال په لومړیو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۶۰ ماین پاکان د لنډ وخت لپاره برمته کړل.

له دې جلا نن په کابل کې د ملي اردو پر یوه میني بس ځانوژونکې حممله وشوه چې د دغه خبر ر خپرېدو تر شېبې پوري یې د تلفاتو شمېر نه دی څرګند. وسله والو طالبانو تر دې پېښې مخکې نن سهار د کابل په دیوان بیګي سیمه کې د سترې محکمې د دارالانشا ريیس ترور کړ.

One thought on “طالبانو په هلمند کې ۱۲ ماین پاکان ووژل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *