تاند-  د میدان وردک ولایت چارواکو نن / سې شنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې د یوې بهرنۍ موسسې ۵ مامورین تښتول شوي دي.

د وردک ولایت امنیه قومندان عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل، د یوې سویډنۍ موسسې ۵ افغان کارکوونکي، چې یوه ښځه هم د هغو په منځ کې شامله ده، پرون هغه مهال وتښتول شول چې د بهسودو ولسوالۍ ته روان ول.

ښاغلي خوګیاڼي وویل، د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښیي چې دا کسان وسله والو طالبانو تښتولي او غزني ولایت ته یې بېولي دي.

طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو په ځلونو د بهرنیو موسسو افغان کارکوونکي، ماین پاکان او د بیارغونې د پروژو کارکوونکي تښتولي دي.

کابو یوه میاشت پخوا طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۵ استادان او محصلان د کابل- کندهار په لویه لار یرغل کړل او له ۱۳ ورځو وروسته یې د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي کړل. طالبانو د استادانو او محصلانو د تښتولو لپاره هیڅ دلیل وړاندې نه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *