تاند- وسله والو طالبانو په میدان وردک ولایت کې د پوهنې د پخواني وزیر ډاکتر فاروق وردک کور سوځولی دی.

د وردک ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی نن وویل چې وسله والو سختدریځووړمه شپه په سید اباد ولسوالۍ کې د پوهنې د پخواني وزیر کور ته اور ورته کړ.

د خوږیاڼي په وینا د اور په نتیجه کې نه یوازې د ښاغلي فاروق وردک کور ویجاړ شوی بلکې د سید اباد ولسوالۍ د اونخي د سیمې د مځکو حاصلات او د ابادۍ لپاره لرګي هم سوځېدلي دي.

خوږیاڼی وايي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی ځکه چې په کور کې څوک نه ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *