تاند- وسله والو طالبانو په پروان ولایت کې لږترلږه ۸ تنه امنیتي ساتونکي ووژل.
د پروان د والي ویاندې او طالبانو نن /سې شنبه/ وویل، تېره شپه ناوخته پر افغان امنیتي ساتونکو هغه مهال ډزې وشوې چې هغوی بګرام هوايي اډې ته روان ول.
د پروان د والي د ویندویې وحیدې شهکار په وینا په برید کې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او ۲ ټپیان دي.
دې همداراز وویل چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان طالبانو وژلي دي.
له دې جلا نن په ننګرهار کې یو قاضي هغه مهال ووژل شو چې په موټر پورې یې نښلول شوی یا مقناطیسی بم وچاودېده.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې د پېښې قرباني شېر رحمن د فساد ضد محکمې قاضي و.
په دې پېښه کې ۳ تنه نور، چې دوه یې د قاضي وروڼه دي، ژوبل شوي دي.
د دې برید مسوولیت تراوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.